په زندان کې د عمران خان د پاتې کېدو موده دوه اوونۍ غځول شوې

عمران خان د اګست پر پنځمه په لاهور کې له نیول کېدو راهیسې د اټک په زندان کې بندي دی.

د پاکستان د مخکېني صدراعظم عمران خان یو مدافع وکیل وایي چې په زندان کې یې د موکل د پاتې کېدو موده دوه اوونۍ غځول شوې.

د سې شنبې په ورځ د اسلام آباد عالي محکمې د توشه خانې په نوم د فساد په قضیه کې د عمران خان د درې کلونو بند سزا ځنډولې او د هغه د خوشې کېدو حکم یې کړی و.

د عمران خان مدافع وکیل سلمان صفدر نن چهارشنبې فرانس‌پرېس آژانس ته وویل چې موکل به یې د یوه پټ دولتي سند د افشا کېدو به یوه بله قضیه کې د دوو اوونیو لپاره په توقیف کې پاتې شي.

عمران خان د اګست پر پنځمه په لاهور کې له نیول کېدو راهیسې د اټک په زندان کې بندي دی.

عمران خان چې د پنځو کلونو لپاره له سیاسي فعالیتونو هم منع شوی، پر ځان ټول لګول شوی تورونه رد کړی او ویلي دي چې هغه سیاسي انګېزه لري.