اوکرایني چارواکي: روسیې پر کییف د بې پیلوټه الوتکو او میزایلو بریدونه کړي

چارواکو ویلي چې دغو بریدونو په پلازمېنه کییف کې یو شمېر کورونه ویجاړ کړي دي.

د اوکراین چارواکي وایي، روسیې تېره شپه پر کییف د بې پیلوټه الوتکو او میزایلو بریدونه کړي چې ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

چارواکو دا په وروستیو میاشتو کې پر کییف تر ټولو پراخ بریدونه بللي دي.

د کییف لپاره د پوځي ادارې مشر سیرهې پوپکو ویلي چې په دغو بریدونو کې لږترلږه دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

چارواکو ویلي چې دغو بریدونو په پلازمېنه کییف کې یو شمېر کورونه ویجاړ کړي دي.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز والري زالوژني وویل چې پر اوکراین په وروستي برید کې روسیې ۲۸ کروز میزایل او ۱۶ ډرونونه استعمال کړي دي.

د هغه په خبره ټول میزایل او ایراني ساخت ۱۵ ډرون الوتکې د اوکراین د هوایي مدافعي د ځواکونو له‌خوا راغورځول شوي دي.