په هلمند کې د ماین پاکۍ یوې موسسې زرګونه ماینونه شنډ کړي

ارشیف: په افغانستان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې کارکوونکي له ځمکو د ماینونو د پاکولو پر مهال

د ماین پاکۍ برتانوۍ موسسه هیلو ټرسټ وايي، په هلمند کې یې په زرګونه ماینونه شنډ کړي او د خلګو ژوند يې ژغورلی دی.

د دې موسسې مسوولان وايي، د دغه ولایت شاړې ځمکې، باغونه، کورونه، ښوونځي او جوماتونه په ماینونه پوښل شوي وو چې اوسمهال ګڼې دا سیمې ترې پاکې شوي دي.

دوی وايي، د ماین پاکې چارې د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې روانې دي چې ورسره لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابر شوې ده.

بلخوا د هلمند ولایت اوسېدونکې وايي، د دې ولایت ډېری سیمې له ماینونو ډکې دي.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور