احمد مسعود د روسیې په ولسي جرګه کې د عدالت ګوند له رییس سره کتلي

د طالبانو د حکومت د مخالفې جبهې مشر احمد مسعود

د روسي رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د مخالفې جبهې مشر احمد مسعود د روسیې د دوما یا ولسي جرګې د روسیې عدالت ګوند له ريیس سرګي میرونوف سره کتلي دي.
د روسي سرچینو پر اساس، د ملي مقاومت جبهې مشر د روسیې د عدالت ګوند له مشر سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي دي.
د روسیې د عدالت ګوند مشر او د دوما د فراکسیون ريیس میرونوف وویل چې روسیه د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي حاکمیت ملاتړ کوي.

د ملي مقاومت جبهې روسیې ته د احمد مسعود د سفر په اړه څه نه دي ویلي.