اسراییلي الوتکې ته د بېړنۍ ناستې اجازه؛ صدراعظم یې له سعودي عربستان څخه مننه وکړه

د اسراییل هوایي ډګر او یوه الوتکه

د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو نن د سعودي عربستان له چارواکو مننه وکړه، چې د اسراییل د هوایي شرکت یوې الوتکې ته یې په جده کې بیړنۍ ناستې ته اجازه ورکړې.

د آیر سیچلیس دغه الوتکه چې سپرلۍ یې اسراییلیان و، له سیچلیس نه تلبیب ته روانه وه.

سعودي عربستان او اسراییل چې په خپلو کې رسمي اړیکې نه لري.

د ۲۰۲۲ کال ترجولای میاشتې پورې د سعودي عربستان هوایي قلمرو اسراییل ته د تلونکو او له هغه ځایه د وتونکو الوتنو پرمخ تړلی و.

سعودي عربستان خپل هوایي قلمرو هغه مهال د الوتنو پرمخ داسې مهال پرانیست، چې د امریکا ولسمشرجوبایډن دغه هېواد ته سفر کاوه.

دغه اسراییلي الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله په جده کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې وه.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې یوې اسراییلي چارټریا کرایه شوې الوتکې له جدې ټول اسراییلیان انتقال کړل.