د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان د خوشې کیدو امر یې کړی

د پاکستان پخوانی صدراعظم، عمران خان

د اسلام اباد سترې محکمې د توشه خانې په قضیه کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان سزا ځنډولې او د هغه د خوشې کیدو امر يې کړی دی.

دغې محکمې نن د "اګست ۲۹ مه­" د عمران خان له خوا په یاده قضیه کې د سزا د ځنډولو په اړه د غوښتنې تر اوریدو وروسته نن دا پریکړه اعلان کړه.

سترې محکمې ویلي، په دې اړه به نور جزییات وروسته وړاندې کړي، خو د سزا ځنډولو غوښتنه يې تایید کړې ده.

عمران خان د خپلې واکمنې پر مهال د دولتي ډالیو په پلورلو تورن دی.

خان د اګست پر پنځمه په لاهور کې له نیول کیدو راهیسې د اټک په زندان کې بندي دی.

هغه ته، د توشه خانې په قضیه کې د درېیو کلونو بند او د نقدي جریمې سزا اورول شوې وه.

عمران خان په سیاست کې هم د پنځو کلونو لپاره له ګډونه منع کړای شوی دی.

خو عمران بیا پر ځان ټول لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي دي، چې دا تورونه سیاسي انګېزه لري.