یونان: د کډوالو دوه بېړۍ اوښتي، چې د ۴ ماشومانو په ګډون یې ۵ تنه مړه کړي

د یو نان په اوبو کې د کډوالو یوه بېړۍ - تصویر له ارشیفه

د یونان چارواکي وايي، د دوی پولې ته د ورتلونکو کډوالو دوه بېړۍ اوښتي، چې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه په کې مړه شوي دي.

د یونان د سمندر غاړې ساتونکو ویلي، چې دا پیښې پرون دوشنبه شوي او دوی ترې لسګونه کډوال ژغورلي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغو چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دا بېړۍ د ترکیې له خوا یونان ته روانې وې.

تراوسه د مړو شویو کسانو هویت معلوم شوی نه دی.

یونان د منځني ختیځ، افریقا او اسیا ناقانونه کډوالو لپاره اروپا ته د تګ تر ټولو مهمه لاره ده او وخت نا وخت پر دغې لاره دا ډول مرګونې پیښې رامنځته کیږي.