ایران: د پوهنتون لس استادان د تېر کال له پراخو اعتراضونو د ملاتړ په تور ګوښه شوي

د ایران د یوه پوهنتون لوحه - ارشیف

ایراني چارواکو، د پوهنتون هغه لس استادان له دندو لرې کړي، چې وېل کیږي د تېر کال پراخو اعتراضونو نه یې ملاتړ کړی و.

دغه اعتراضونه، د تېر کال په سپتمبر کې وروسته له هغې پيل شول، چې د مهسا امیني په نوم یوه ځوانه نجلۍ د حجاب نه درلودو په خاطر پولیسو شکنجه او بیا وروسته روغتون کې مړه شوه.

راتلونکې میاشت د مهسا امیني لومړنی تلین دی او ایراني چارواکو مخکې له مخکې له خلکو غوښتي، چې له مظاهرو او لاریونونو لاس په سر شي.

د تهران له پوهنتونونو په لرای کړل شویو استادانو کې میرمنې هم شاملې دي.

په ایران کې تر ډېره محصلان او استادان د مدني ازادیو د دفاع په خاطر د مظاهرو د لیکو په سر کې وي.