اسراییلي سیال سره له ناندریزې لیدنې وروسته؛ د لیبیا د بهرنیو چارو وزیره له خپل هېواده تښتیدلې

د لیبیا د بهرنیو چارو وزیره، نجلا منقوش

د ليبيا د بهرنيو چارو وزيره نجلا منګوش، چې د اسراییل له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه ورته جنجالي شوې وه، له لیبیا څخه «تښتېدلې» ده.

دا خبره نیویارک ټایمز او اسوشیتید پرېس راپور کړې ده.

د لیبیا خبري اژانس ایسا ویلي وو، چې نجلا منګوش د دغه کار له امله ممنوع الخروج شوې ده.

وروسته معلومه شوه، چې هغه په یوه پرواز کې له لیبیا څخه استانبول ته تللې ده.

نجلا منګوش Najla Mangoush څو ورځې مخکې په ایټالیا کې د اسراییل د بهرنیو چارو له وزیر الي کوهن Eli Cohen سره لیدلي او پر بېلابېلو موضوع ګانو بحث کړی و.

د لیبیا یو شمېر خلک، چې له اسراییلو سره د اړیکود عادي کولو خلاف دي، د دې لیدنې له امله غوسه شوي او د لاریونونو په ترڅ کې یې نجلا منګوش «غداره او مجرمه» بللې ده.

د لیبیا صدراعظم عبدالحمید الدبیبه پر دې سربېره، چې د نجلا منګوش دنده ځنډولې وه، ویلي دي چې د اسراییل د بهرنیو چارو له وزیرېسره د هغې د لیدنې په اړه څېړنې هم پیل شوي.