د اسټرالیا د بیګ بیش لیګ ټولنیزې رسنۍ: راشدخان سږ کال راسره لوبیږي

د افغانستان مشهور کرکټ لوبغاړی، راشد خان

د اسټرالیا د بیګ بیش لیګ په ټولنیزو پاڼو کې خبر خپور شوی چې راشدخان به د سږ کال په سیالیو کې ګډون کوي.

وروسته له هغې، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو په زده کړو، دندو او نورو فعالیتونو محدودیتونه ولګول، د اسټرالیا کرکټ ادارې وویل، چې د حکومت په خوښه یې پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د درې یو وځنیو سیالیو لوبلړۍ ونه لوبوي.

ټاکل شوې وه، چې د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.

له دغه اعلان څخه وروسته، د افغانستان چټک توپ اچونکي نوین الحق اعلان وکړ، چې دا سیاسي پرېکړه ده او تر هغې به د اسټرالیا په شل اوریزو سیالیو کې ونه لوبیږي، چې له افغانستان سره یاده لوبلړۍ ترسره نه کړي.

تر نوین الحق وروسته راشدخان هم په بیګ بیش لیګ کې د نه لوبیدو پرېکړه کړې وه او د لوبیدو شرط یې همدا و، چې اسټرالیا خپله پرېکړه بېرته واخلي.

اوس یو وار بیا د اسټرالیا د بیګ بیش لیګ لپاره د لوبغاړو د پېرلو بهیر پیل شوی دی او اسټرالیا اعلان کړی، چې راشدخان یو وار بیا یاد لیګ ته ور روان دی.

تر دې دمه راشدخان په یاد لیګ کې د لوبیدو او نه لوبیدو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ښاغلي خان په یاد لیګ کې د اډلیډسټرایکرز لوبډلې لپاره له ۲۰۱۷ ز کال څخه لوبې پیل کړي دي چې هر کال یې په کې د یوه اغېزمن لوبغاړي په توګه ګډون درلود.

دغه راز په سږني پړاو کې مجیب الرحمن، اظهارالحق نوید، محمدنبي او فضل حق فاروقي هم د لوبیدو لپاره نوملیکنه کړې ده.

د ویلو ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د غوراوي کمیټې مشر د اسیا جام سیالیو لپاره د لوبډلې د اعلان پر مهال رسنیو ته وویل، چې په دې فکر کې دي چې ملي لوبغاړي په ډېرو لیګونو کې له لوبیدو را ورګرځوي، خو تر دې دمه په دې تړاو قاطع پرېکړه نه ده اورول شوې.