د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ۴۲ میلیون ډالره لیلام کړي

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک

د افغانستان بانک چې د طالبانو په کنټرول کې دی تېرو لسو ورځو کې یې ۴۲ میلیون ډالره لیلام کړي دي.

دغه بانک وروستی وار پرون یکشنبه ۱۴ میلیون ډالره پلور ته وړاندې کړي وو.

د راپورونو له مخې د افغانستان بانک له خوا د ډالرو په دې لیلام سره د پيسو د تبادلو په مارکېټونو کې د افغانیو ارزښت لوړ شوی.

پرون د شهزاده سرای د اعلامیې له مخې یو ډالر په څه باندې ۸۱ افغانۍ '۸۱ افغانۍ او ۴۰ پوله' تبادله کېده چې دا د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ډالرو په وړاندې د افغانیو تر ټولو ښه بیه ګڼل کېږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډالر ان له سلو افغانیو هم اوښتی وو.

سره له دې چې دا رسمي نرخ و، خو په غیر رسمي توګه د ډالرو بیه ان تر ۱۲۰ افغانیو هم لوړه تللې وه.