د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

په افغانستان کې د پولیسو ضد واکسین له کمپاینه یو تصویر

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین به نن د شمال په پنځو ولايتونو او په سویل کې په يو ولايت کې پيل شي.

د کمپاین دغه پړاو به په جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، سمنګان او همدارنګه ارزګان ولایتونو کې پیل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون په ایکس یا ټویټر اکاونټ کې له پولیو د پاک افغانستان د شعار په ټینګار سره لیکلي چې خلک باید له واکسیناتوران سره مرسته وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.

تر دې مخکې د دغه کمپاین په لومړي پړاو کې چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شو، له دغو شپږو ولایتونو پرته ټول افغانستان تر پوښښ لاندې نیول شوی وو.

په ټولیز ډول ویل کېږي چې په دغو دوو پړاوونو کې به یوولس میلیونه کسان واکسین شي.

روان کال په افغانستان کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې پولیو په کې نه ده ختمه شوې.