کرکټ؛ د اسیا جام لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه

اسیايي جام سیالیو لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې سکواډ

د افغانستان کرکټ بورډ نن د اسیا جام سیالیو لپاره خپله ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې چې د اسیا جام سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۳۰مه نېټه په پاکستان کې پیل شي.

د افغانستان په اعلان شوې لوبډله کې حشمت الله شهیدي، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمدنبي، اکرام علیخېل، راشدخان، ګلبدین نایب، کریم جنت، عبدالرحمن رحماني، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نور احمد، سلیم ساپی او فضل حق فاروقي شامل دي.

د افغانستان ملي لوبډلې په خپلو وروستیو سیالیو کې درې د صفر پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په خپل کوربتوب پاکستان ته وبایلله.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان د لوبډلې د اعلان په تړاو په رسنیز کنفرانس کې وویل، وروستیو تمریناتي کمپونو او لوبو ته په کتو یې لوبډله ټاکلې ده.

د اسدالله خان په خبره عظمت الله عمرزی او نوین الحق د ټپونو له امله لوبډلې ته نه دي غوره شوي، خو د وفادار مومند د نه انتخاب په تړاو یې واضح دلیل وړاندې نه کړ.

دغه راز نجیب الله ځدراڼ چې د پاکستان تر لوبلړۍ وړاندې ټپي شوی و، بېرته لوبډلې ته راغلی، خو شاهدالله کمال چې د پاکستان پر وړاندې په وروستۍ سیالۍ کې نسبتاً ښه وځلېد له لوبډلې لرې کړای شوی او پرځای یې شرف الدین اشرف غوره شوی دی.

د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان په ب ګروپ کې له بنګله‌دېش او سریلانکا هېوادونو سره د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې سیالۍ کوي چې بیا به د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې د څلور غوره لوبډلو پړاو ته رسېږي.

د ویلو ده چې افغانستان به د سټمبر په ۳یمه نېټه له بنګله‌دېش او په ۵مه نېټه له سریلانکا سره سیالۍ ترسره کړي.