متقي ایراني پلاوي ته؛ بشپړ امنیت مو تامین او داعش وسله وال مو له منځه وړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې امیرخان متقي او د ایران د پارلمان پلاوي، د امنیتي مسولو، له مخدره موادو سره د مبارزې، د سرحدونو د ساتنې او سوداګرۍ پرموضوعاتو خبرې وکړې.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په ټولنیزه شبکه اېکس کې چې پخوا ټویټرنومیده، نن لیکلي چې ښاغلي متقي د ایران د پارلمان نهه کسیزپلاوي ته چې نن کابل ته رسیدلی، ویلي چې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په دې هیواد کې بشپړامنیت ټینګ شوی او د هغه په وینا د طالبانو ځواکونه توانیدلي چې د داعش وسله وال له منځه یوسي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه ادعا داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه وروستي راپورکې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو دوام ته اندېښنه ښکاره کړه.

د دې شورا د راپور په استناد، په افغانستان کې د داعش د وسله والو او د هغوی د کورنیو شمېر د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ تنو ترمنځ اټکل شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه اعلامیه کې د دغه راپور په ردولو سره ادعا وکړه، چې د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې دي.

د داعش خراسان څانګې له کله، چې طالبان بیا پرافغانستان واکمن شوي، په دې هېواد کې د یوشمېرمرګونو بریدونو مسولیت اخیستی.