افغانستان بانک نن ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ودانۍ

د افغانستان بانک نن یکشنبې ۱۴ میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.

د طالبانو ترکنټرول لاندې باختر اژانس د راپورله مخې، دغه بانک دغه اقدام د افغانۍ د ارزښت د لاپیاوړتیا په هدف کوي.

تېره اونۍ هم د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کړي وو.

په داسې حال کې، چې د پاکستان په ګډون د افغانستان د یو شمېرګاونډیانو د ملي پیسو یا کرنسۍ ارزښت په تېره د ډالر پر وړاندې په دې وروستیو کې ډیررا لویدلی، افغانۍ لا پیاوړې شوې او پرون د کابل په شهزاده سراۍ کې ۸۲ افغانۍ د یوه ډالر پر وړاندې تبادله کیدې.