د اوکرایین یو سیمه ییز چارواکی وايي، دوه ملکیان د روسیه په ننني برید کې وژل شوي دي.
د خارکیف د سیمې والي اوله سینیهوبوف ویلي، دا دوه کسان هغه مهال ووژل شو چې د خارکیف په خیتځ کې د پودولي کلي پر یوه کافي شاپ توغندی ولګېد.
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ راهیسې له کله چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، څه موده وروسته پودولي سیمه روسيې اشغال کړه، چې اوکراییني ځواکونو په ځوابي بریدونو کې بیرته دا سیمه په تیرې سپټمبر میاشت کې ونیوله.