کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانې: د ښځو د مرموزو وژنو لړۍ دې ودرول شي

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ یو شمېر غړي، چې د وژل شویو ښځینه فعالانو عکسونه یې په لاسونو کې دي

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ غړو، د هغه څه پر وړاندې اعتراض وکړ، چې دوی یې د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې د میرمنو مرموزې او هدفي وژنې بولي.

د دغه حرکت یو شمېر غړو د جمعې په ورځ په کابل کې د ځوانې یوټیوبرې حورا سادات، چې څو ورځې وړاندې په مرموز ډول وژل شوې وه، قبر ته څېرمه په یوه اعتراضیه غونډه کې ادعا وکړه ،چې په تېرو دوه کلونو کې طالبانو د ښځو حقونه تروړلي او افغان میرمنې، د طالبانو له لوري له سپکاوي، ربړونې، وهل او ټکولو، زنداني کېدو، د جنسي تیري او د مرموزو او هدفي وژنو سره مخ دي.

خو دوی د خپلو دغه ادعاګانو په اړه کوم اسناد وړاندې نه کړل.

که څه هم طالبانو وړاندې تر دې دغه ډول ادعاګانې رد کړي دي، خو د ځواکمنو ښځو غورځنګ په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلۍ واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې اتلس میرمنې په مرموز ډول وژل شوي دي.

د اعلامیې په ټکیو، د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شکریه الکوزۍ، محصله او مدني فعاله ډاکتر ګلسر، استاده خاطره، یوټیوبره حورا سادات، محصله او مدني فعاله فاطمه، زینب سمیه او فروزان صافۍ، قابله نفیسه بلخي، د ښځو د حقونو فعاله ثمرګل، د تېر حکومت کارکوونکې عیدي یما له خپلو دوه لوڼو سره او د پولیسو پخوانۍ افسره مېرمن نګار هغه افغانې میرمنې دي، چې په کابل، کاپېسا او بلخ کې په مرموز ډول وژل شوي دي.

دا ښځینه فعالانې د تازه وژل شوې یوټیوبرې حورا سادات پر قبر د اعتراض په ډول را ټولې شوې وې

د ځواکمنو ښځو د غورځنګ غړو ادعا کړې، چې طالبانو دا مېرمنې هدف ګرځولي، خو نامعلوم وسله وال یې د دغه پېښو مسول بللي دي.

د دغه حرکت یوې غړې حلیمې حکیمي ازادي راډيو ته وویل:

" موږ د حورا سادات قبر ته د هغې له کورنۍ سره د غم شریکۍ لپاره لاړو، مو له نړیوالې ټولنې غواړو چې هغه کسان چې د ښځو د هدفي وژنو مسولین دي باید سزا ورکړل شي او پرې نه ښودل شي چې په ښځو ظلم او ستم وشي. "

حورا سادات ځوانه یوټیوب چلوونکې وه، چې د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ په مرموز ډول په کابل کې ووژل شوه.

د هغې د کورنۍ غړو تایید کړې، چې حورا سادات په یوه غجمنه پېښه کې وژل شوې خو د وژنې د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومندانۍ له دغه پېښې سره د تړاو په تور د یوې میرمنې په ګډون د دوه تنو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

د ځواکمنو ښځو غورځنګ له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي، چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې افغان میرمنې قرباني شي.

د مخکینۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده، چې د روان کال په جنورۍ کې، په مرموز ډول ووژل شوه

په همدې حال کې یو شمېر میرمنې، چې مخکې د طالبانو له لوري بندیانې شوي ادعا کوي چې په زندان کې شکنجه شوي او په زور ترې اعتراف اخیستل شوى دى.

د دوی له ډلې د رقیې ساعي ازادي راډيو ته وویل:

" د طالبانو په زندانونو کې میرمنې، هیڅ وکیل، د بشري حقونو بنسټونو او خپلې کورنۍ ته لاس رسی نه لري، او ان له خپله ځانه د دفاع حق نه لري، طالبان هیڅ ډول دلیل نه مني، ښځینه زندانیاني وهي، ټکوي يې، په مرګ يې ګواښي، اجباري اعترفات او ویډیو ګانې ترې اخلي،او کله چې له زندانه هم خوشې کیږي یوازې ظاهرا ازاد وي، خو نور، د کور ادرس یې اخیستل کیږي، د کورنۍ د غړو شمېرې یې اخیستل کیږي او دا کس تر څار لاندې وي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه ادعاګانو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما په یو راپور کې ادعا کړې وه، چې طالبانو پر افغانستان له بیا ځلي واک وروسته د تېر حکومت د غړو په وړاندې له ۸۰۰ ډېر بشري حقونه نقض کړي چې ۲۱۸ په کې مرموزې وژنې دي.
خو طالبانو دا راپور رد کړی و .