د بشري حقونو د څار سازمان: نړیوال دې طالبان د ښځو د حقونو ورکړې ته مجبور کړي

طالبان او یو شمېر ښځینه معترضانې - ارشیف

د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، څو په طالبانو فشار راوړي چې د ښځو له حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

دې سازمان دا خبره نن پر خپله X شبکه یا پخواني ټویټر لیکلې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، طالبانو وروستیو کې هغه ۶۳ نجونې چې غوښتل یې دوبۍ ته د لوړو ز‌ده‌کړو لپاره ولاړې شي، له هوايي میدانه راګرځولي دي.

یاد شوي سازمان په یوه لنډه ویډیو کې دا هم لیکلي، چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، نجونې له ثانوي او لوړو زده‌کړو منع شوي، د دوی د کار مخه نیول شوې او د سفر ازادي ترې اخئستل شوې ده.

د چهارشنبې په ورځ د الحبتور ګروپ مشر خلف بن احمد الحبتور وویل، د طالبانو حکومت هغه سل نجونې چې غوښتل یې په دوبۍ پوهنتون کې د زده‌کړو لپاره سفر وکړي، له هوايي ډګره بېرته ګرځولي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې موضوع په اړه څه نه‌دي ویلي.