د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، د واګنر د اجیرو جنګیالیو د ډلې د مشر یوګیني پریګوژین له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د پیښې تحقیقات وخت نیسي.
د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین په دې توګه د چهارشنبې په ورځ د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د یوګیني پرګوژین مرګ تایید کړ.
خو پوتین دا هم وویل چې په دې اړه څېړنې وخت نیسي.
اخوا دوو امریکايي چارواکو ویلي د پرګوژین د سورلۍ الوتکه د روسیې له خاورې په یوه راکټ لګېدلې.
د روسيې د بېړنيو حالاتو وزارت د اګست په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ، چې له مسکو څخه سنټ پيټرزبورګ ته پر لاره د «واګنر» ډلې اړوند د يوې شخصي الوتکې د لوېدو په پېښه کې د اوو مسافرو او درېيو عملې په ګډون ټول ۱۰ تنه وژل شوي دي.
روسي چارواکو د الوتکې د سپرلیو نوملړ خپور کړی، چې په کې د واګنر ډلې د مرستیال یوګیني پریګوژین او د هغه د مرستیال دیمیتري اتکین نومونه هم شامل دي.