د الحبتور ګروپ رییس: یو شمېر افغان محصلانې متحده عربي اماراتو ته را ورسېدې

د متحده عربي اماراتو د الجتور سوداګریز ګروپ رییس، خلف احمد الحبتور

په متحده عربي اماراتو کې د الجتور سوداګري ګروپ ريیس خلف احمد الجتور وايي، چې پرون سهار یې له څو تنو افغان محصلانو سره، چې دوبۍ ته رسیدلې وې، ولیدل.

الجتور پر ټویټر یا ایکس شبکه تېر ماښام ولیکل: دا هغه محصلانې دي، چې ده ورته د دوبۍ د پوهنتون په همکارۍ د زده کړو سکالرشیپ یا بورسونه برابر کړي دي.

د متحده عربي اماراتو دا سوداګر وايي، دغو افغان محصلانو ته یې هرکلی ووایه او هیله یې څرګنده کړه، چې ژر نورې افغان محصلانې هم په دوبۍ کې وویني.

الجتور د چهارشنبې په ورځ ویلي وو، چې طالبانو متحده عربي اماراتو ته د لسګونو افغان نجونو محصلانو د سفر مخه نیولې او دی په دې کار خواشینی دی.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.