د بغلان- سمنګان پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له کبله ۴ تنه وژل شوي

ارشیف

د بغلان- سمنګان پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له کبله ۴ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د محلي سرچینو د معلوماتو له مخې پېښه د پنجشنبې په ورځ ماسپښین شوې ده.

پېښه د یوه موټر د چپه کېدو له کبله شوې چې په وژل شویو کې یې درې ښځې او یو نارینه شامل دی.

پېښه د موټر چلونکي د بې احتیاطۍ له کبله شوې ده.

بل لور ته په نورستان کې هم نن یوې ترافیکي پېښې یو تن وژل او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.