د ایران قضایه قوې یوځل بیا د حکومت مخالفانو ته خبرداری ورکړی

ارشیف: د مهسا امیني د مړینې په غبرګون د ایرانیانو د لاریون یو انځور

د ایران قضایه قوې یوځل بیا د حکومت مخالفانو ته خبرداری ورکړی چې له لاریونونو ډډه وکړي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې راتلونکې میاشت د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د وژلو یو کال پوره کېږي، هغه پېښه چې تېر کال یې ایران او له ایرانه بهر د ګڼو خلکو اعتراضونه وپارول.

۲۲ کلنه مهسا امیني تېر کال د حجاب نه مراعاتولو په تور د پولیسو له خوا ونیول شوه، شکنجه شوه او وروسته ېې په روغتون کې سا ورکړه.

د ایران د قضایه قوې مرستیال صادق رحیمي نن پنجشنبه خبریالانو ته ویلي، د ایران استخباراتي او امنیتي ادارې په منظم ډول احتمالي اعتراضونه څاري.