د بریکس ډله د غړو هېوادونو شمېر ډېروي

د بریکس د غړو هېوادونو مشران

د بریکس ډله د غړو هېوادونو شمېر ډېروي.

د جنوبي افریقا ولسمشر ماتامېلا رامافوسا نن اعلان کړی چې د نړۍ له نویو غوړیدلو اقتصادونو جوړ بریکس سازمان راتلونکی کال په رسمي ډول د ایران په ګډون شپږ نور هېوادونه خپله اډانه کې ځایوي.

بریکس دا مهال پنځه غړي لري چې جنوبي افریقا، برازیل، روسیه، چین او هند دي.

دا پرمختګ وروسته تر دې کېږي چې د بریکس مشرانو په جهانسبورګ کې له خپلې غونډې وروسته نویو غړو ته شرایط اعلان کړل.

پر ایران سربېره به راتلونکی کال سعودي عربستان، متحده عربي امارات، مصر، اتوپیا او ارجنټاین له بریکس سازمان سره یوځای شي.