کرکټ؛ افغانستان د پاکستان پر وړاندې په دوهمې سیالۍ کې لومړی توپوهنه کوي

د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د لومړۍ سیالۍ انځور

د پاکستان پر وړاندې په دوهمې یو ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

سیالي به د کابل پر وخت دوه نیمې بجې پیل شي.

په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان په ۱۱کسیزه لوبډله کې رحمت شاه او عظمت الله عمرزی د ټپونو له امله نه لوبېږي.

د یادو لوبغاړو پر ځای ریاض حسن او شاهدالله کمال غوره شوي دي.

پاکستان بیا په خپلې لوبډلې کې کوم بدلون نه دی راوستی.

د ویلو ده چې د دې لوبلړۍ لومړنۍ سیالۍ پاکستان د ۱۴۲ منډو په توپیر ګټلې وه.