داعش په کابل کې د تېرې دوشنبې د ورځې د برید مسوولیت ومانه

ارشیف: د کابل په دارالامان سړک د بمي چاودنې له کبه یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د اسلامي دولت ډلې داعش د خراسان څانګې په ټیلګرام چینل کې په کابل کې د دوشنبې د ورځې د برید مسوولیت واخیست.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ چارواکو ویلي وو چې په دغه چاودنه کې چې د کابل ښار د شپږمې حوزې په دارالامان سیمه کې پر یوه زرنج ډوله موټرسایکل کې د نښلول شوي ماین له امله شوې، دوه تنه وژل شوي او یو لاروی ټپي شوی.

د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې له دې مخکې هم د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د خونړیو بریدونو مسوولیت اخیستی دی.