طالبانو د 'شمس عمري' په نوم افغان خبریال بېرته خوشې کړی

شمس عمري. د طالبانو حکومت یوه اوونۍ وړاندي د شمس عمري په شمول درې خبریالان ونیول چې دوه یې خوشې او یو لا هم د طالبانو سره په بند کې دی.

د شمس عمري په نوم افغان خبریال چې لس ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو په کندهار کې نیولی و، بېرته خوشې شوی دی.

د هغه ورور نصرت عمري چې خپله هم محلي خبریال دی ازادي راډیو ته دا خبر تایید کړ.

هغه وویل: "خوشبختانه چې هغه پرون چهارشنبه کابل کې له زندانه ازاد شوی، هیله ده چې نن سهار یا نن پنجشنبه به دی کندهار ته، خپل کور او فامیل ته راورسېږي."

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې په یوه بیان کې د شمس عمري د خوشې کېدو هر کلی کړی دی.

د طالبانو حکومت یوه اوونۍ وړاندي د شمس عمري په شمول درې خبریالان ونیول چې دوه یې خوشې او یو لا هم د طالبانو سره په بند کې دی.

طالبانو په دې وروستیو کې په ننګرهار، پکتیا او کندز کې هم یوشمېر خبریالان نیولي چې تر اوسه یې نه دي ازاد کړي.