په خیبر پښتونخوا کې وسله‌والو یو پولیس وژلی

ارشیف

د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د وسله‌والو په برید کې یو پولیس سرتېری وژل شوی دی.

د ټانک د ښار د پولیسو مسوول افتاب عالم د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، پر موټرسایکل سپرو وسله‌والو پرون سهار پر دغه پولیس ډزې کړي چې هغه په کې وژل شوی او یو عام وګړی ټپي شوی دی.

افتاب عالم وايي، دا د ترهګرۍ پېښه ده چې پکې پولیسو د ښکېلو کسانو د نیولو په موخه د لټون عملیات پیل کړي دي.

پر پولیس د برید مسوولیت لا چا نه ده منلی.

تر دې وړاندې د اګست پر ۱۱مه، د ټانک په منزۍ کې وسله‌والو یو قبایلی مشر او د هغه ساتونکی وژلی و.