'ډبلیو ایچ او' په افغانستان کې د بېړنیو روغتیايي ستونزو د مخنیوي هڅې کوي

په میدان وردګو کې د یوه روغتون ډاکتر له ناروغ سره د خبرو پر مهال.

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وایي، د خپلو مهمو شریکانو په مرسته به د روان میلادي کال په دوهمه نیمایي کې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې د مرستو په وړاندې کولو سره هڅه وکړي چې د بېړنیو روغتیایي ستونزو مخه ونیسي.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون سې شنبې په ټولنیزه شبکه ایکس کې چې پخوا ټویټر نومېده ویلي چې سږ کال یې په دې هېواد کې یې ۱۴ میلیون وګړي د روغتیایي مرستو لپاره په نښه کړي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د دغو وګړو له ډلې اته میلیونه او څلور لکو ته یې د د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې مرستې رسولې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره ورځ په افغانستان کې د روان بېړني روغتیایي وضعیت پر وړاندې د همغږۍ او پیوستون غوښتنه کړې او ویلې وو چې د سرچینو په شریکولو، د معلوماتو په ورکولو او عملي اقداماتو سره کېدای شي د افغانستان په روان روغتیایي وضعیت کې بدلون راشي.