هند د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې د فضايي بېړۍ راښکته کېدو لپاره چمتووالی وښود

چاندرایان۳، به چې په سانسکرت کې سپوږمۍ وهونکي ته وایي، د نوي ډیلي په وخت د ماښام شاوخوا ۶ بجې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې چې زیاته نه ده څېړل شوې، کېني.

هند نن چهارشنبې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې د فضايي بېړۍ د راښکته کېدو لپاره د لومړي هېواد په توګه چمتووالی وښود.

دا څو ورځې وروسته له هغې چې په همدې سیمه کې د روسیې یوه بېړۍ نسکوره شوه.

د سپوږمۍ پر سطحه د راښکته کېدو وروستۍ هڅه د نړۍ د تر ټولو نفوس لرونکي هېواد، هند لپاره یوه تاریخي شېبه ده.

ټاکل شوې چاندرایان۳، به چې په سانسکرت کې سپوږمۍ وهونکي ته وایي، د نوي ډیلي په وخت د ماښام شاوخوا ۶ بجې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې چې زیاته نه ده څېړل شوې، کېني.

د هند یوه پخوانۍ هڅه په ۲۰۱۹ کال کې ناکامه شوې وه او دا وروستۍ هڅه یې یوازې څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې په نږدې ۵۰ کلونو کې د سپوږمۍ لپاره د روسیې لومړی ماموریت چې د همدې سیمې لپاره ټاکل شوی و ناکام او فضایي بېړۍ یې د سپوږمۍ پر سطحه ولوېده.