سولیوان: د ایران له‌خوا د پنځو امریکایي وګړو د خوشې کېدو هڅې ښې مخ ته ځي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان وایي، د ایران له‌خوا د پنځو امریکایي وګړو د خوشې کېدو لپاره هڅې ښې مخ ته ځي.

هغه پرون سې‌ شنبې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات په دې باور دي چې په دې اړه له ایران سره د شوې هوکړې چارې ښې مخ ته ځي، خو دی نه شي ویلی چې کله به دغه امریکایان خوشې شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې ځینې نورو اقداماتو ته اړتیا ته ده چې باید وشي.

د ایران او متحدو ایالتونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ایران د اګست په لسمه څلور امریکایي وګړي له زندانه آزاد او هغوی یې په کور کې نظربند کړل.

پنځم امریکایي وګړی له مخکې په کور کې نظربند و.

د دغې هوکړې له مخې له ایرانه د دغو پنځو امریکایي وګړو د خوشې کېدو په بدل کې په جنوبي کوریا کې د ایران کنګل شوې شپږ میلیارد ډالره شتمني آزادېږي.

د دغوپنځو امریکایي وګړو خوشې کېدا به چې ښایي چارې یې څو اوونۍ وخت ونیسي، د تهران او واشنګټن په ترینګلو اړیکو کې یو عمده خنډ له منځه یوسي.

د رویټرز په وینا، د دواړو لورو اړیکې د ایران له اټومي پروګرام څخه نیولې په سیمه کې له شیعه ملېشو څخه د تهران د ملاتړ په ګډون د ځینو مسئلو پر سر له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې دي.