کرکټ؛ افغان لوبډلمشر د لومړۍ لوبې د بایللو لاملونه په ډاګه کړل

د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د تېرې ورځې یو انځور

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وايي، د پاکستان پر وړاندې په لومړۍ لوبه کې د توپوهونکو تېروتنې او ناسم شاټونه د دې لامل شول چې افغان ټیم ژر اوټ شي.

شهیدي له پاکستان سره تر لوبې وروسته وویل چې د پاکستان ۲۰۲ منډو هدف د پوره کولو وو، خو افغان لوبغاړي ونه توانېدل.

حشمت الله شهیدي هیله وښوده چې په دویمه لوبه کې افغان ټیم ښه لوبه وکړي.

د افغانستان او پاکستان درې یو ورځنۍ لوبې له سه شنبې پیل شوې چې په اولنۍ لوبه کې افغان لوبډلې د ۱۴۲ لوی توپیر سره لوبه وبایلله.

دا په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره د لویو منډو په توپیر دویمه ماتې ده.

د افغانستان او پاکستان یو ورځنۍ لوبې په سریلانکا کې دي او تمه ده سبا پنجشنبه بله لوبه هم په همبنټوټا کې وشي.

د سه شنبې ورځې غوره لوبغاړی حارث رووف وو چې د پاکستان په ګټه یې پنځه افغان توپوهونکي وسوځول.

پاکستان ټول ټال ۲۰۲ منډې هدف ورکړی وو او افغان لوبډله ټوله په ۵۹ منډو وسوځېده.