لسګونو فعالانو او مدافع سازمانونو د 'مطیع‌الله ویسا' د خلاصون غوښتنه کړې

د تعلیم د حقونو فعال او قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا د مارچ له ۲۷مې راهیسې د طالبانو په زندان کې دی.

لسګونو مدني فعالانو، بشرپالانو او د حقونو مدافع سازمانونو د تعلیم د حقونو د فعال او قلم لار ټولنې د مشر مطیع‌الله ویسا د خلاصون غوښتنه کړې.

مطیع‌الله ویسا د مارچ له ۲۷مې راهیسې د طالبانو په زندان کې دی.

شاوخوا نوي فعالانو او بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د سه شنبې په ورځ ملګرو ملتونو سرمنشي، د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو مشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو او د افغانستان لپاره د امریکا، اروپا او ځینو نورو هېوادونو او ادارو ځانګړیو استازیو څخه غوښتي د ویسا د خلاصون په برخه کې هڅې وکړي.

په لیک کې راغلي چې ویسا د نجونو او هلکانو د تعلیم لپاره په ډېره سوله‌ییزه توګه فعالیت او کمپاین کاوه، خو طالبانو له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې په بند کې ساتلی.

دغو فعالانو او بنسټونو ویلي چې دوی ټول د ویسا د ناقانونه زندان د دوام او له هغه سره د طالبانو د ناسم چلند او ځورونې پر راپورونو سخت اندېښمن دي.

طالبانو ویسا په خپلسرو فعالیتونو تورن کړی و هغه تور چې د ویسا کورنۍ رد کړی.