طالبانو له افغانستانه بهر د پاسپورټونو وېش پيل کړی

د افغانستان پاسپورټ

د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره له افغانستانه بهر افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش خبر ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، دغه پروسه په تهران کې د دوی د سفارت له خوا پېل شوې او په خبره یې نورو سیاسي استازولیو کې هم دا کار کېدونکی دی.

هغه وويل: "په لومړي ګام کې د پاسپورټونو د وېش پروسه د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره پېل شوې ده. د افغانستان اسلامي امارت په ایران کې افغان مهاجرینو ته ډاډ ورکوي او هڅه کوي چې ډېر ژر د نورو افغانانو لپاره هم د پاسپورټونو د وېش پروسه په عادي ډول پېل کړي."

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې د پاسپورټ د وېش بهیر ټکنی او پېچلی شوی او په تور بازار کې د یوه پاسپورټ بیه زرګونو ډالرو ته وخته.

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست وایي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د پاسپورټ وېش په عادي ډول پیل کړی او په خبره یې هره ورځ زرګونه ټوکه پاسپورټونه ويشي.