نن د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه ده

د افغانستان او پاکستان د لوبډلو ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې نن خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

د دوی لوبه د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې د افغانستان په وخت د ماسپيښين په دوو بجو پيلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ چې د دې لوبو کوربه دی اعلان کړی چې لوبغالي ته په ورتګ باندې له ننداره چیانو فیس نه اخلي.

افغان لوبډله به له پاکستان سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.