نی: ۸ خبریالان اوس هم طالبانو سره بندیان دي

د طالبانو یو امنیتي کس د ژورنالیسانو د ټولنې په یوه دفتر کې

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وایي، په اوس وخت کې اته خبریالان له طالبانو سره بندیان دي.

نی، نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په زندان کې د دغه خبریالانو وضعیت ته اندیښنه لري.

د اعلامیې له مخې، د ننګرهار ولایت خبریالان فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح، د کونړ ولایت خبریال پرویز څرگند،د کندوز ولایت خبریال حسیب حساس، د کندهار ولایت خبریالان عطاالله عمر او شمس الله عمري، د زابل ولایت خبریال محبوب حکیمي او د ارزګان ولایت خبریال شاه محمود همدرد له طالبانو سره بندیان دي.

نی دغه راز ویلي، چې تراوسه د دغو خبریالانو د زنداني کیدو دلایل نه دي روښانه شوي او د هغوی د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو حکومت تراوسه د نی د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ټینګارکړی چې د رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي.

خو نی ویلي، چې د دوی موندنې ښیي چې په دې وروستیو کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.