تازه خبر: کابل کې چاودنې ۲ تنه وژلي

د ازادي راډیو تازه خبر

د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ چارواکي وایي، چې د دوشنبې ورځې په مازېګر یوې چاودنې لږ ترلږه ۲ تنه وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د دغې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې دغه چاودنه د کابل ښار د شپږمې حوزې په دارالامان سیمه کې پر یوه زرنج د چسپکي ماین له امله شوې ده.

د سرچینې په خبره ، په یاده پېښه کې د زرنج دوه تنه سپاره کسان وژل شوي او یو لاروی ټپي شوی دی.

ځدراڼ د پېښې په اړه د پلټنو د پيل خبر ورکړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

خپلواکو سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پېښې مسوولیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی.