په جنوبي کوریا کې د ایران کنګل شوې شتمني د سویس مرکزي بانک ته ولېږدول شوه

د سویس مرکزي بانک ودانۍ

د جنوبي کوریا رسنیو نن دوشنبه ویلي چې په دغه هېواد کې د ایران کنګل شوې شتمني ایران ته د انتقال او مبادلې په هدف تېره اوونۍ د سویس مرکزي بانک ته ولېږدول شوه.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د سویس مرکزي بانک په پام کې لري چې د ایران دغه شتمني چې شپږ میلیارده ډالره ارزښت لري، د کوریا له پولي واحد وون څخه لومړی ډالرو او بیا یورو ته واړوي.

دا پيسې له سویس وروسته قطر ته ځي چې هلته بیا ورته ایران لاسرسی پيدا کوي.

ایران او متحده ایالتونو په وروستیو کې هوکړه وکړه چې په ایران کې د پنځو امریکایي زندانیانو د ازادېدو په بدل کې به په جنوبي کوریا کې د ایران کنګل شوې شتمني ازاده او قطر ته لېږدول کېږي.