په افغانستان کې د بېړني روغتیایي وضعیت پر وړاندې د همغږۍ او پیوستون غوښتنه وشوه

ارشیف: په کابل کې د یوه روغتون بستر

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په افغانستان کې د روان بېړني روغتیایي وضعیت پر وړاندې د همغږۍ او پیوستون غوښتنه وکړه.

دې سازمان په ټولنیزه شبکه ایکس کې چې مخکې ټویټر نومېده، پرون یکشنبې وویل چې د سرچینو په شریکولو، د معلوماتو په ورکولو او عملي اقداماتو سره کېدای شي د افغانستان په روان روغتیایي وضعیت کې بدلون راشي.

د دې سازمان اجراییه رییس ډاکتر مایکل راین په یوه جلا تویټ کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

هغه پرون وویل چې د افغانستان روغتیایي سیستم د بودیجې له زښت زیات کمښت سره مخ دی او دغه وضعیت به د دې سبب شي چې د دې هېواد اته میلیونه وګړي له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، په افغانستان کې ۱۴ میلیون وګړي روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري چې له دې ډلې اوه نیم میلیونه یې ماشومان او له درې میلیونو زیات ېې ښځې دي.