د افغانستان او پاکستان د سیالیو مبصرین معلوم شول

د افغانستان او پاکستان د سیالیو مبصرین

ټاکل شوې چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د اګست په ۲۲مه نېټه افغانستان او پاکستان د درې یو ورځنیو سیالیو لومړنۍ لوبه ترسره کړي.

افغان کرکټ بورډ ادارې د همدې سیالیو لپاره نن د لوبو مبصرین په ډاګه کړل چې یو افغان مبصر هم په کې شامل دی.

په اعلان شویو مبصرینو کې د پاکستان پخواني لوبغاړي او مبصرین رامیز راجا او عامر سهیل شامل شوي دي.

دغه راز د دې سیالیو لپاره د سریلانکا پروېز معروف، د هندوستان دیویندرکومار، د انګلستان ډیویډ ګور او د سویلي افریقا ايچ ډي اکرمین هم د مبصرینو په توګه شامل شوي دي.

همدارنګه د دې لوبلړۍ لپاره د افغان مبصر په توګه بیا احمدفرهاد فدايي غوره شوی دی.

فدايي له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په کورنیو سیالیو کې د کرکټ کمینټري کوله چې په لږ وخت کې تر نړیوالو سیالیو ورسېد.

افغانستان او پاکستان به په دې لوبلړۍ کې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.