پاکستاني چارواکي: شمالي وزیرستان کې وژل شوي ۱۱ تنه د پوځ کارګران وو

د پاکستان د پوځ یو موټر - ارشیف

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه کې ۱۱ کارګر وژل وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

یوه پوځي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، نن د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې دغو کارګرو د پاکستان پوځ ته د یوې ودانۍ د جوړولو په پروژه کې کار کاوه.

د هغه په وینا، کارګرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې د سپرلۍ پر موټر یې د میرکوټ په سیمه کې د سړک د غاړې بم وچاودېده.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ دا برید غندلی او په یوه پیغام کې یې ویلي، چې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.