اوکراین: د روسیې توغندویي برید ۷ تنه وژلي او ۱۴۸ نو ټپیان کړي

پېښې ته منسوب یو انځور

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت پرون (شنبې) تایید کړه، چې د دغه هیواد د شمال په چرنیهیف ښار باندې د روسیې په توغندويي برید کې د یوه ماشوم په شمول لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او ۱۴۸ نور ژوبل دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي، چې سویډن ته تللی، پر چرنیهیف ښار حمله دردوونکې ورځ وبلله او ویې ویل چې دا ورځ د یوه تروریست حکومت له لاسه راغلې ده.

د اوکراین دفاع وزارت بیا وايي چې د دغه هیواد د هوايي دفاع سیستم د ایران ۱۵ بې پېلوټه الوتکې، چې روسیې ته یې ورکړي، ویشتي دي.