شمالي وزیرستان؛ د پوځ پر موټر چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي

په وزیرستان کې یو شمېر پاکستاني پوځیان - ارشیف

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې شنبه ناوخته پر پوځیانو یوه چاودنه شوې.

د امریکا غږ ډېوې راډيو لیکلي، چې لږ تر لږه یوولس کسان د سړک غاړې دې بمي چاودنه کې وژل شوي.

پېښه د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې شوې ده او هغه موټر په نښه شوی، چې د یوې امنیتي پوستې په ودانۍ کارګر مزدوران یې خپلو کورونو ته رسول.

تراوسه پورې د حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.