برېتانیا: افغان پناه غوښتونکی د ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي ځورونې په تور په ۱۲ کاله بند محکوم شوی

د لندن د یوې محکمې انځور - ارشیف

یو افغان پناه غوښتونکی په برېټانیا کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي ځورونې په تور په ۱۲کاله بند محکوم شوی.

بریټانوي رسنیو پرون راپور ورکړی،چې پنځه ویشت کلن سخي داد احدي د لندن په کوینس هوټل کې چې د پناه غوښتونکو په هوټل پېژندل کېږي، یوه البانیايي ۱۲کلنه کډواله نجلۍ دوه واره جنسي ځورولې ده.

احدي چې په لنډمهالي هوټل کې هستوګن وو له هغې ډلې افغانانو دی، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې بریټانیا ته وړل شوی او هلته یې ادعا کړې وه، چې د طالبانو له ویرې را تښتېدلی دی.

قاضي هغه یو خطرناکه سړی بللی او په ۱۲ کاله بند یې محکوم کړی دی.