کرزی طالبانو ته؛ نجونې زده کړو ته پرېږدئ، چې رېښتینې خپلواکۍ ته ورسېږو

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر نور پخواني چارواکي له طالب استازي انس حقاني سره - ارشیف

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلواکۍ د یوسل او څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه پيغام کې د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې ژر تر ژره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ پرانیزي.

حامد کرزي په دې پيغام کې چې د ټویټر له لارې یې خپور کړی دی، دا هم ویلي دي چې زده کړه به افغانان د نورو له احتیاجه خلاص کړي او په دې ډول به د رېښتینې خپلواکۍ څښتنان شي.

طالبانو دوه کاله مخکې د کابل له نیولو وروسته تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي بند کړل او له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې یې د پوهنتونونو دروازې هم د ښځو او نجونو پرمخ تړلې دي.