د طالبانو حکومت یو ځل بیا نړۍ سره د سالمو اړیکو ټینګار وکړ

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۴مې کلیزې په مناسب پیغام کې یو ځل بیا له نړۍ سره د سالمو اړیکو په لرلو ټینګار کړی.

د زمري د ۲۸مې په مناسبت د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له‌خوا خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي" دوی د یوه خپلواک او مشروع نظام په حیث د سیمې او نړۍ سره د اسلامي شریعت په رڼا کې په سالمو اړیکو باور لري او له نورو هم هیله کوي چې داسې پاليسي غوره کړي چې د ټولو په خير او فلاح تمامېږي. "

د طالبانو حکومت داسې مهال خپل نظام مشروع بولي، چې پرې نیوکه کېږي، واک یې د جګړې له لارې نیولی او تر خوا یې له دوو کلونو تېرېدو وروسته، لا هم د ټاکنو په اړه هیڅ تګ‌لاره معلومه نه‌ده.

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي، چې دوی په تېره یوه سلیزه کې له افغانستان د درې امپراتوریو وېستل یو ویاړ بولي.

د جمهوري نظام پر مهال د اسد ۲۸مه په شانداره مراسمو نمانځل کېده، خو دا معلومه نه‌ده چې ایا د طالبانو حکومت یې هم هغه ډول د نمانځنې لپاره چمتووالی لري او که نه.