د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴ مه کلیزه؛ طالبانو عمومي رخصت اعلان کړی

د افغانستان پخوانی پاچا امان الله خان، چې په ۱۹۹۸ کې یې له پخواني برېتانیا څخه د خپل هېواد ازادي ترلاسه کړه

نن د زمري اته ویشتمه له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د اخیستو یوسل او څلورمه کالیزه ده.

د طالبانو سرپرست حکومت د دې ورځې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

یوشمیر افغانان د افغانستان دننه او بهیر دا ورځ لمانځي.

پروسږکال په افغانستان کې د یوشمیر هغو کسانو مخه ونیول شوه، چې د امان الله خان د وخت درې رنګه بیرغ یې رپاوه.