د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو کرکټ سیالۍ راتلونکې سې شنبه پيلیږي

د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو د سیالۍ یوه څنډه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ سر له سې شنبې پيلیږي.

دا لوبې په سریلانکا کې ترسره کیږي، چې لومړۍ یوه یې په همبنټوټا کې، دوهمه یوه یې بیا دوې ورځې وروسته په همدې ښار کې او دریمه یوه یې د اګست په شپږ ویشتمه په پلازمینه کولمبو کې ده.

دا لوبې د اسیایي جام او نړیوال جام په درشل کې ترسره کیږي.

د اسیا د کرکټ جام لوبې د اګست په یو دیرشمه پيلیږي، چې د سپتمبر تر اولسمې دوام کوي.

د دې جام کوربانه، پاکستان او سریلانکا دي.

په دې یو ورځني جام پسې د پنځوس اورونو نړیوال جام د اکتوبر په پنځمه په هند کې پیلیږي، چې د نومبر په نولسمه به یې پایلوبه وي.