کاپیسا کې د یوې دیني مدرسې مدیر وژل شوی

د افغانستان په نقشه کې د کابیسا ولایت

په کاپیسا کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي ناپېژاندو کسانو د یوې دیني مدرسې مدیر وژلی دی.
د کاپیسا امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي دي، چې دا پېښه د جمعې په ورځ د کوهستان د دوهمې برخې په ولسوالۍ کې شوې.
د بیان له مخې، وژل شوی د دارالحفاظ مدیر پنځوس کلن عبدالاحد روحاني دی چې جومات ته د تلو پرمهال برید پرې شوی او وژل شوی دی.
په بیان کې د روحاني د کورنۍ د غړو له قوله ویل شوي دي چې نوموړي له چا سره دښمني نه درلوده.
د دې وژنې علت نه دی معلوم او طالبان وايي په دې اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.