د ازبکستان ولسمشر: که د افغانستان رېللاره جوړه شي، جنوبي اسیا سره به مو د وصل اقتصادي او خوندي لاره وي

د افغانستان - ازبکستان د رېل لارې یوه څنډه - ارشیف

د ازبکستان ولسمشر په افغانستان کې د ریللارې د جوړېدو پر اهمیت ټینګار کوي.

د ازبکستان د رسنیو د راپور له مخې، شوکت میرضیایف نن له پانګوالو سره په پرانیستي دیالوګ کې د افغانستان په خاوره کې ریللار د خپل هیواد لپاره ګټوره وبلله او ویې ویل، که دا لار جوړه شي له جنوبي اسیا سره به د ازبکستان د وصلېدو لپاره تر ټولو اقتصادي او خوندي لار وي.

د ازبکستان، پاکستان او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان استازو تېره میاشت په اسلام اباد کې له مزارشریف څخه تر پاکستان پورې د ریللارې پر جوړولو موافقه وکړه.