د امریکا متحدو ایالتونو له ډنمارک او هالنډ څخه اوکراین ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو لېږل تصویب کړل.
دا پرېکړه د دې لپاره شوې، چې اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې دفاع وکړای شي.
د امریکا یوه چارواکي نن (جمعه) وویل، چې د اوکرایني پیلوټانو د روزنې د پروګرام له بشپړېدو سره سم به دا الوتکې ولېږل شی.
کییف پخوا له امریکا څخه د ایف ۱۶ جنګي الوتکو غوښتنه کړې وه.